تازه خبرونه
دا مهال د افغانستان په زندانونو کې ۱۵۰ بهرنيان بندیان دي – چارواکي
د دغو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا مهال د هېواد په زندانونو کې ۱۰۰۰ میرمنې هم د بېلابېلو جرمونو پر تور بندیانې دي.
د یکشنبې پر ورځ ( د وږي یوولسمه) د زندانونو د چارو ادارې چارواکو د حکومت د یوه کال د لاستهراوړنو د وړاندې کولو پر مهال ويلي، چې د هېواد په زندانونو کې شاوخوا ۲۳ زره کسان د بېلابېلو جرمونو پر تور بندیان دي، چې ۱۵۰ یې بهرنیان دي.
د دغو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا مهال د هېواد په زندانونو کې ۱۰۰۰ میرمنې هم د بېلابېلو جرمونو پر تور بندیانې دي.
چارواکو زیاته کړې؛ د بګرام زندان پر فعالولو کار روان دی او دې زندان ته یو شمېر بندیان هم لېږدول شوي دي.
چارواکو ویلي، چې په تېر کال کې ۳۲۴۳ بندیان له بنده ازاد شوي او له ولایتونو څخه مرکز او له مرکز څخه ولایتونو ته ۳۰۱۶ بندیان لېږدول شوي او د ۱۵۶۲ بندیانو د برخلیک ټاکلو لپاره له سترې محکمې سره لازمه همغږي رامنځته شوې ده.
چارواکي وايي؛ د زندانونو امنيتي ځواکونه مسلکي شوي او د هېواد په هیڅ زندان کې بنديان نه شکنجه کېږي او نه ځورول کېږي، بلکې ورته د حرفې او ديني علومو د زدهکړې زمينه برابره شوې ده.
ویل کیږي، چې شاوخوا ۹ زره افغانان په ګاونډ او نورو هېوادونو کې بندیان دي او ټینګار یې وکړ، چې د هغوی د ازادولو او سپارلو په اړه بحثونه روان دي.