تازه خبرونه
دا مهال په ټول هېواد کې ۲.۷ میلیون نجونې په ښوونځیو کې دي – د پوهنې وزارت
د پوهنې وزارت وايي، په ټول هېواد کې شل زره ښوونځي د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستي، لس میلیون ماشومان او تنکي ځوانان په ښوونځیو کې دي، چې ۲.۷ میلیون یې نجونې دي.
په دې وروستیو کې د پوهنې وزارت چارسمبالي په یوه پیغام کې ویلي، چې دا مهال په ټول هېواد کې د نجونو او هلکانو شاوخوا ۲۰ زره ښوونځي د زدکوونکیو پر مخ پرانیستي دي او ۱۰ میلیون ماشومان او تنکي ځوانان ښوونځیو ته ځي، چې ۲،۷ میلیون یې نجونې دي.
پوهنې وزارت څرګنده کړې؛ شاوخوا ۲۵۰ زره ښوونکي د هېواد د ماشومانو پر ښوونه او روزنه بوخت دي، چې سل زره ښځینه ښوونکي هم په منظم ډول هره ورځ تدریس لپاره ښوونځیو ته ځي او دا مهال ۲.۷ میلیون نجونې په زدکړو بوختې دي. د ښځینه کارکوونکیو امتیازات پرته له دې، چې فزیکي حضور یې په پام کې ونیول شي، په منظمه توګه ورکول کېږي.
د پوهنې وزارت ویاند عزیزاحمد ریان وایي: هر کله، چې د اسلامي امارت مشران وغواړي، چې د تړلیو ټولګیو ور پرانستل شي؛ مونږ یې پیلولو ته پوره چمتووالی لرو.
له بلې خوا د اسلامي امارت مشر ملا هبة الله اخوندزاده په خپل اختریز پیغام کې، چې پرون خپور شو ویلي؛ دوی د پوهنې د بهیر د پیاوړتیا لپاره پراخې هڅې کړې دي.
د ښځو د حقونو یو شمېر هڅاند بیا وايي، چې د پنځوس سلنه نجونو د زدکړې حق تر پښو لاندې شوی دی.
دوی له شپږم ټولګي څخه د پورته ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون کې له اسلامي امارت څخه غواړي، چې ژر تر ژره په افغانستان کې د نجونو د مینځنیو او لیسو د پرانستلو پرېکړه وکړي.
د ښځو هڅانده ډېوه پتنګ وایي: که غواړئ یوې سمې ادارې ته ورسیږئ؛ د خلکو پر غږ ټینګار وکړئ او د ښځو او نجونو د زدکړې حق ورکړئ.
د ښځو یوه بله هڅانده ترانه ادیب وایي؛ د اسلامي امارت له راتګه څه نا څه ۸ میاشتې تېریږي؛ خو اوسم پخپلو ژمنو ولاړ ندی او ورځ تر بلې محدودیتونه رامنځته کوي.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو وجهي صندوق په خپل یوه راپور کې ویلي وه، چې په هېواد کې شاوخوا ۸۰ سلنه ماشومان، چې ۱،۱ میلیون یې نجونې دي د زدکړو له حقه بې برخې شوي.
د یادونې ده، چې د روان کال له پيله کابو یوه میاشت تېرېږي؛ خو اوس هم منځني ښوونځي او لیسې د نجونو پر مخ پرانيستل شوې ندي.
