تازه خبرونه

دا ځل پر اسرائیلو پېچلی، ویجاړوونکی او خونړی برید کوو – ایران

د دغه راپور له مخې، چې د لړم د میاشتې پر دیارلسمه خپور شوی؛ د ایران او عرب چارواکو لخوا، چې د ایران له دې پلانونو خبر دي، څرګنده شوی دی.

Published

on

وال سټریټ ژورنال په خپل یوه ځانګړي راپور کې لیکلي؛ تهران په پام کې لري، چې دا ځل له پیاوړو اسلحو څخه پر ګټې اخیستنې د اسرائیلو پر وړاندې خورا پیچلی، ويجاړوونکی او خونړی برید وکړي.

د دغه راپور له مخې، چې د لړم د میاشتې پر دیارلسمه خپور شوی؛ د ایران او عرب چارواکو لخوا، چې د ایران له دې پلانونو خبر دي، څرګنده شوی دی.

وال سټریټ ژورنال لیکي؛ دا اوس هم څرګنده نده، چې د ایران نوي ګواښونه یوازې لفظي دي او که رښتیني دي.

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌ای په دې وروستیو کې ویلي، چې اسرائیل او امریکا ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

د یادونې ده، چې له دې مخکې ایران پر اسرائیلي رژیم دوه ځلې بریدونه کړي، چې په دغو بریدونو کې بالستیک توغندي کارول شوي دي.

Trending

Exit mobile version