تازه خبرونه

درغلي د جمهوریت دښمنه ده – د ثبات او همپالنې ټاکنډلې مشران

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ثبات او همپالنې ټاکنډله وایي، که تر شنبې درې سوه زره مشکوکې رایې باطلې نشي؛ د اعتراضونو نوې لړۍ به پیل شي.

د ثبات او همپالنې ټاکنډلې مشرانو ویلي، چې درغلي د جمهوریت دښمنه ده او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته خبرداری ورکوي، چې که تر شنبې پورې درې سوه زره رایې باطلې نشوې؛ دوی به له خپلو پلویانو سره د اعتراضونو نوی پړاو پیل کړي.

د ثبات او همپالنې ټاکنډلې دویم مرستیال اسدالله سعادتي ادعا کوي، چې که دا شکمنې رایې باطلې شي، د دوی رایې له یوپنځوس سلنې اوړي او د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکي دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، چې د ثبات او همپالنې ټاکنډلې غړی دی، ټینګار کوي، چې خلک له لښکر ویستو او زور نه ډاریږي او تر وروستي توان به د ولس له پاکو رایو دفاع وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند  میرزامحمد حقپرست ټینګار کوي، چې د رایو د بیا شمېرلو له بهیر مخکې به د دې درې سوه زره رایو په اړه هیڅ پرېکړه ونکړي.

مخکې له دې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا هم خبرداری ورکړی و، چې هیڅکله به د ټوپک په زور د رایوو پایله ونه مني.

Trending

Exit mobile version