تازه خبرونه
درمالوګ شرکت د بایومتریکي رایو د یوې برخې معلومات ټاکنوکمیسیون ته واستول
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی مولانا عبدالله وایي؛ دغه د ۴۷ زره کیو آر کود، چې له انځورونو، له انځور څخه د انځور، د ټیټ عمره انځورونه او هغو انځورونو سره تړاو لري، چې معیاري اخیستل شوي ندي.
د رایوو د چتڼ بل ګام د ټیټ عمره کسانو د ګوتو نښان، د رایو اچولو له بهیر مخکې او وروسته رایې په ګوته کوي.
د ټاکنیزو ډلو څارونکي درمالوګ شرکت د معلوماتو په ورکړه کې د ځنډ له کبله د تخصص په نه شتوالي او بې مسوولیتۍ تورنوي.
د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې څارونکي داوود سلطانزوی ویلي؛ څومره، چې دغه بهیر ځنډیږي ورسر د خلکو اندېښنې هم ډېریږي او هر راز درغلۍ او دسیسو ته زمینه برابروي.
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې څارونکی یونس نواندیش څرګنده کړې، چې دغه شرکت پخپل وخت د خپلې دندې د ترسره کولو وړتیا نه لري او دا مونږ ته د اندېښنې وړ ده.
مخکې له دې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي وه، یو میلیون او نهه سوه زره کسانو رایې ورکړي؛ خو درمالوګ شرکت دا شمېر یو میلیون او اته سوه زره اعلان کړ. د کمیسیون او شرکت تر منځ په شمېر کې ۱۳۷ زره کسان زیات او کم دي؛ خو اوس هم معلومه نده، چې د تلې د شپږمې نېټې د ټاکنو بایومتریکي رایې څومره دي!