تازه خبرونه

درویشت کلن فیروز خپل ځان ته اور ورته کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

درویشت ځوان فیروز چې په علاقې وړ جینۍ یې ډله ییز جنسي تیری وشو، د شنبې په ورځ د کابل په یوې څلور لارې کې د سهار په اوو بجو ځان په اور وسوځاوه او مړ شو.

په هغه لیک کې چې له دغه ځوان پاتې دی، له خلکو غوښتنه شوې چې د دغې بې عدالتي په وړاندې ودریږي څو یې د کورنۍ غړي له دا ډول ظلمه خلاص شي.

د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون دغه پیښه غندي او دولت په بې پروایي تورنوي.

کله چې خلک د پیښې ځای ته ورسېدل؛ نور نو وخت تېر شوی و، فیروز د همغې ورځې په پنځو بجو مړ شو.

فیروز په یوه لیک کې چې ترې پاتې دی، لیکلي؛ یوې سپینې دولتي کرولا کې جینۍ اختطافوي او وروسته پرې جنسي تیری کوي.

د لیک یوه برخه:

له موټر ښکته شوه او د پوهنتون په لور تله، چې یوه سپین دولتي موټر اختطاف کړه، څومره یې چې چیغې ووهلې، چا وانوریدې، د پولیسو څو پوستو ته ورسېدل، ورته یې چیغې وهلې؛ خو درناوی ورته کېده او موټر به تېرېده. څو پورې چې بې هوښه شوه، کله چې په هوښ راغله، یو شیطان یې مخته ولاړ و، په داسې حال کې چې ناروغه وه، پرې جنسي تیری وشو.

فیروز په دغه لیک کې له نارینه و، ښځو او ټولو غواړي چې را واچت شي څو یې له خپلو لوڼو، خویندو او میرمنو سره دا چلند ونه شي.

فیروز په ټولو ځایونو کې د خپل لیک د خپرېدو غوښتنه لري، څو د ده په وینا، څوک ځان ونه سوځوي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون د دغې پیښې په غندلو سره حکومت د دا ډول تاوتریخوالي د زیاتوالي اصلي عامل بولي.

په وروستیو کې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی د پام وړ زیات شوی دی. د مسولینو په وینا، د دغه تاوتریخوالي یو ستر عامل دا دی چې دولتي کارکونکي په چارو کې بې غوري کوي او قانون نه تطبیق کیږي.

 

 

Trending

Exit mobile version