تازه خبرونه

درېیمو هېوادونو ته له قطره د بند پاتې افغانانو د لېږد خبرې روانې دي- امریکا

دغه پناه‌غوښتونکي د افغانستان د جګړې په وروستیو ورځو کې له هېواده وایستل شول او وروسته د قطر په «السّیلیه» کمپ کې ځای پر ځای شول.

Published

on

د امریکا «ان‌پي‌آر» سرچینې راپور ورکړی: له ۱۰۰۰ ډېر افغانان، چې په ۲۰۲۱ز.کال کې د اسلامي امارت له بېرته واک ته رسېدا وروسته د امریکا په یوه پوځي مرکز کې د مېشتېدا لپاره قطر ته لېږدول شوي؛ اوس هم په نامعلوم برخلیک کې دي او امریکا ته د هغوی د لېږد لپاره روښانه لاره نه‌شته.

دغه پناه‌غوښتونکي د افغانستان د جګړې په وروستیو ورځو کې له هېواده وایستل شول او وروسته د قطر په «السّیلیه» کمپ کې ځای پر ځای شول.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت«ان‌پي‌آر» ته ویلي، چې د دغو افغانانو د مېشتېدا د ځای په اړه خبرې اوس هم روانې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه برښنالیک کې« ان‌پي‌آر» ته ویلي:« درېیم هېواد ته د دغو کسانو لېږدول کېدی شي مناسبه حل‌لاره وي، چې امنیت یې خوندي کړي او هغوی ته له افغانستان څخه بهر د نوي ژوند د پیل فرصت ورکړي. په داسې حال کې، چې د امریکایانو امنیت هم خوندي پاتې شي.»

د خلیج په سیمه کې د جګړې له دوام سره په دغه کمپ کې وضعیت نور هم ستونزمن شوی دی.

د امریکا د سمندري ځواکونو پخواني سرتېري شان جمشیدي« ان‌پي‌آر» ته ویلي، چې د نښتو پر مهال توغندي توغول شوي او د هغوی ټوټې د کمپ په شاوخوا کې لوېدلې دي.

یو شمېر پخوانیو امریکايي سرتېرو او د امریکا قانون‌جوړوونکو هم له واشنګټن غوښتي؛ له هغو افغانانو ملاتړ وکړي، چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې ده.

د امریکا د کانګرس جمهوري‌پال غړي او متقاعد جنرال دان بیکن ویلي: امریکا له هغو کسانو سره، چې د دغه هېواد د ځواکونو ترڅنګ یې دنده ترسره کړې؛ «اخلاقي مسوولیت» لري او باید پخپلو ژمنو عمل وکړي.

داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې ښایي له دغو افغانانو څخه ځینې د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت ته ولېږدول شي.

اسلامي امارت ویلي؛ افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټینګار کوي، چې هېوادوال مو کولی شي ډاډه بېرته هېواد ته راستانه شي.

Trending

Exit mobile version