تازه خبرونه
درې ایټالیا میشتي افغانان په اور کې وسوځېدل؛ دوه پاکستانیان نیول شوي
د امنیتي کمرو هغه انځورونه، چې ایټالیايي رسنیو خپاره کړي ښيي، چې شکمنو کسانو د سوځېدو وړ مایع موټر ته اچولې او بیا یې اور وراچولی دی.
د ایټالیا پولیسو ویلي، چې د دغه هېواد په سویل کې پر لوی لاس د یوه موټر د سوځولو له کبله د څلورو کرنیزو کارګرانو د مړینې په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
د ایټالیا دولتي ټلویزیون RAI راپور ورکړی، چې قربانیان یو پاکستانی او درې افغانان دي.
د راپور له مخې، نیول شوي دوه کسان هم د پاکستان وګړي دي.
دا پېښه د ایټالیا د سویلي کالابریا ولایت د آمنډولارا سیمې د تېلو په یوه پمپ کې رامنځته شوې ده.
د امنیتي کمرو هغه انځورونه، چې ایټالیايي رسنیو خپاره کړي ښيي، چې شکمنو کسانو د سوځېدو وړ مایع موټر ته اچولې او بیا یې اور وراچولی دی.
د راپور له مخې، یو شکمن هڅه کوله د موټر دروازې تړلې وساتي. په داسې حال کې، چې اور غړانده شوی و. د موټر یوه بله سپرلۍ، چې افغان و؛ پر تېښته بریالی شوی او د سوځېدو د ټپونو له کبله روغتون ته لېږدول شوی دی.
د کاستروویلیاري ښار څارنوال السانډرو ډالسیو تائید کړې، چې د څلورو کسانو جسدونه د دوشنبې پر ورځ د موټر دننه موندل شوي او د دې پېښې په تړاو دوه شکمن کسان نیول شوي دي.