سیمه ییز خبرونه
درې جهادي تنظيمونو د شمال د بندرونو عواېدو كې په ميليونونو افغانۍ اختلاس كړى دى
د بلخ والي، د ملي جنبش د گوند مشر جنرال عبدالرشيد دوستم او د ولسي جرگې غړي او د افغانستان د خلكو د اسلامي وحدت د گوند مشر د لويې څارنوالۍ هغه تورونه رد كړل، چې وايې، دوى د شمال د بندرونو عوايدو كې په ميليونونو افغانۍ اختلاس كړى دى.
په يوې غونډه كې د بلخ والي عطا محمد نور، د ولسي جرگې غړي او د افغانستان د خلكو د اسلامي وحدت د گوند مشر او د ملي جنبش د گوند مشر جنرال عبدالرشيد دوستم د لويې څارنوالۍ هغه تورونه رد كړل، چې وايې، دوى د هېواد د شمال بندرونو په عوايدو كې په ميليونونو ډالر اختلاس كړى دى.
دوى وايې، چې دا تورونه د مخالفو ډلو توطيې دي.
دوى زياتوي، د ټاكنو په درشل كې ځانگړې كړۍ پر دوى د تورونو د لگولو او د دوى پر وړاندې د عامه افكارو د انحراف په هڅه كې دي.
بل خوا د لويې څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري وايي:
درې جهادي تنظيمونو، چې هغه وخت يې په شمال كې فعاليت درلود د بندرونو عوايد يې د تنظيمي لگښتونه لپاره كارول او دوى په دغه دوسيه كې د هېچا نوم هم نه دى ياد كړى.
لويې څارنوالۍ په يوه رپوټ كې پر جنرال عبدالرشيد دوستم د ۷۵۰ ميليون ډالرو اختلاس، د بلخ پر والي عطا محمد نور د ۴۷۰ ميليون ډالرو اختلاس او پر حاجي محمد محقق د څه باندې ۴۷ ميليون ډالرو اختلاس تور لگولى او په دې رپوټ كې راغلي، دغه پېسې د حېرتان بندر له عوايدو نه له ۱۳۸۱ لمريز كال څخه تر ۱۳۸۳ كال پورې اختلاس شوې دي.