تازه خبرونه

دسولي په خبرو کي بايد پر پاکستان ډيراعتبار ونه شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

 

دکندهار دامنيۍ قوماندان وايي چي پاکستان له يوى خوا د سولي دخبرو منځګړيتوب کوي او له بلي خوا د دولت وسله والو مخاليفينوته درنى وسلى ورکوي ترڅو دافغان ځواکونو په وړاندي وجنګيږي .

 جنرال عبدالرازق  وايي  سږ کال طالبان دومره درنه وسله لري چي دافغان پوله ساتوځواکونو په وړاندي وجنګيږي  .

په افغانستان كې د سولې په برخه كې د پاكستان د همكارۍ په اړه د شكونو په لړ كې د كندهار د امنيې قوماندان وايي پاكستان هغه څه چې وايي يې نه عملي كوي .

  دکندهار امنيې قوماندان لوى پاسوال عبدالرازق اڅکزى وايي  پاکستان دوه مخى پاليسي پرمخ وړي له يوې خوا له افغان حكومت سره ژمنه كوي چي دسولي دپروسى منځګړيتوب  کوي ، خو بل خوا د افغان دولت د وسله والو مخالفينو ملاتړ كوي .

 هغه وايي پرپاکستان بايد دومره باور ونه شي چي افغانان دسولي په نامه تير باسي .

لوى پاسوال عبدالرازق اڅکزى دکندهار امنيه قوماندان وایی” پر پاکستان نباید دیر وخت ضایع شی مونگ باید خپلو ولسونو سره کار وکرو تر سو د هغوی د عملیاتو مخه ونیسو”

هغه وايي پاکستان اوس وسله والو طالبانو ته دخپلو ډيپوګانو څخه درنى وسلى ورکوي تر څو دافغانستان جګړه توده وساتي او دوي پکي خپلي شخصي ګټي خوندي کړي .

آغلی اڅکزى وایی” کومی وسلی چی پخوا مجاهدینو ته ورکول شوی وی هغوی یی اوس طالبانو ته ورکوی لکه زیکو یک ، هاوان ، هفتادو پنج پنجابیانو له خپل بی شرمانه عمل نه لاس ندی اخیستی”

هغه وایی چې د وسله والو طالبانو  پروړاندې د دوى په دريځ كې بدلون نه دى راغلى او هر هغه څوك به ووژني چې امنيت خرابوي او  ترهګریز فعاليتونه كوي .

امنيه قوماندان وايي چي بايد دسولي خبري ريښتني وي اووسله وال طالبان اوربند و کړي ترڅو دسولي پرروان بهيرخلك باوري شي .

خبریال بریالی رحیمی

Trending

Exit mobile version