تازه خبرونه
دفاعي ځواکونو لعل و سرجنګل ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوی ولسوال وژلی
دفاعي ځواکونو لعل و سرجنګل ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوی ولسوال وژلی
دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د غور ولایت د دولتیارولسوالۍ پر یو شمېر برخو بریدونه تر سره کړل؛ خو ملي او دفاعي ځواکونو یې مخه ونیوله او د یو ولسوال په ګډون یې ۸ طالبان و وژل.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ هر یو د لعل و سرجنګل ولسوال قاری رووف، د زردغال د کلي ماین جوړوونکی قاری نیت الله د امان الله، د پشته نوراوسیدونکی محمدامین د سرور، ربانی د غلام حیدر، د سمک اوسیدونکی جمهور د خال محمد، حیات الله د نورالله ، د مرغاب استوګن مصطفی د امیرداد او محمد نور د دوست زامن وژل شوي، چې دې ټولو له یاد ولسوال قاري رووف سره تړاو درلود.
د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په نښته کې ۶ طالبان هم ټپي شوي؛ ۶ میله کلاشینکوفونه او یو میل ۸۲ ملي متري توپ هم ملي امنیتي ځواکونو تر لاسه کړي دي.