سیمه ییز خبرونه

دفاع وزارت د ټاكنو د دوه يم پړاو له امنيتي تياريو ډاډ څرگند كړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د دفاع وزارت وياند نن(د غبرگولي۲۲) يوې خبري ناستې ته د د دوه يم پړاو ټاكنو د دډاډمنو ترسره كولو امنيتي ډاډ څرگند كړ او وايي، چې په دې پړاو ټاكنو كې به د مرميو غږ وانه وريدل شي.

د ځمكنيو ځواكونو قوماندان مراد علي مراد وايي:

په لومړي پړاو ټاكنو كې مخالفين بريالي نشول، چې ټاكنې زيانمنې كړي او همدا لامل شو، چې خپل يو شمېر غړي عدام او يا له دندو گوښه كړي.

نوموړي په ډاگه كړه، چې ټولو ۳۷۳ ولسواليو ته ټاكنيز توكي رسول شوي دي.

ده زياته كړې، چې د ټول هېواد راى مركزونو ته ۱۵۹زره او ۵۰۰ سرتېري او پوليس د ښه نظم په هيله استول شوي دي.

Trending

Exit mobile version