تازه خبرونه

دفاع وزارت: د ټاکنو د بهير اوږدېدل د جګړې د پراختیا عامل دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي دفاع وزارت د ټاکنو د بهیر اوږدېدل او له واشنګټن سره د امنیتي تړون نه لاسلیک په هېواد کې د جګړې د پراختیا عوامل بولي.

د دغه وزارت مسئولین همدا راز له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتل او له زندانونو څخه د طالب بندیانو خوشې کول نور موارد بولي، چې هېواد کې یې د جګړې لمن پراخه کړې ده.

د ۲۰۱۴ کال په اړه د افغانانو مخکینۍ اندېښنې بې ځایه نه وې. په دغه کال کې وسله والو مخالفینو خپل فعالیتونه دومره پراخ کړي، چې د ولسمشر په وېنا، په وروستیو ۱۴ کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

وسله والو مخالفینو د جګړې لمن د هېواد له ختیځ او سویل نه شمال ته هم غځولې.

د ملي دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي وایي، وسله وال د جګړې د پراختیا له لارې غواړې امنیتي ځواکونه تیت او پرک کړي څو په دې توګه خپل تعرضي بریدونه تر سره کړي.

ښاغلی عظیمي همدارنګه وایي، هغوی د دې بریدونو د شنډولو لپاره زیات قوتونه ناامنو سیمو ته استولي او په پراخو چاڼیزو عملیاتو یې لاس پورې کړی.

همداشان د شمالي ولایتونو وکیلان د خپلو ولایتونو د ناامنیو د لاملونو په اړه بېلابېل نظریات لري. په ولسې جرګه کې د بدخشان ولایت استازی ذکریا سودا د یاد ولایت ناامني د سیمه ایز حکومت په کمزوري ظرفیت او د سالمې ادارې نشتون کې بولي.

په ولسي جرګه کې د فاریاب ولایت استازې آصفه شاداب د یاد ولایت ناامني د ټاکنو اوږد بهیر او په دغه ولایت کې د زور واکانو واکمني بولي.

یاد استازي وایي، د دې لپاره چې په هېواد او په ځانګړې توګه شمال کې امنیت ښه شي، دولت باید د بېوزلۍ، او بې کارۍ ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي څو د دولت او خلکو ترمنځ واټن کم شي.

Trending

Exit mobile version