تازه خبرونه

دفاع وزارت د کندهار په هوایي برید کې د ملکي تلفاتو له څېړنې خبر ورکړ

Published

on

د افغانستان  دفاع وزارت په ډاګه کړې؛ د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې له هوایي بریدنو څخه عامو وګړو ته د ځاني زیان رسیدو د ادعاوو په اړه څېړنې پیل شوي دي.

دفاع وزارت څرګنده کړې؛ د ۲۰۵ اتل قول اردو، د کندهار امنیه قومندانۍ او د ارغنداب ولسوالۍ د مقام په ګډون یو ګډ پلاوی ګومارل شوی، چې دغه ادعاوې وڅېړي.

د افغانستان امنیتي ځواکونو د شنبې پر ورځ د سویلي ولایت کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې هوایي بریدونه کړي، چې موخه یې په سیمه کې د وسلوالو طالبانو یوه ناسته وه.

که څه هم د هوایي برید په پایله کې د تلفاتو په اړه متضاد راپورونه ورکړ شوي؛ خو ځایي اوسیدونکیو ویلي، چې په برید کې د یوې کورنۍ لږ تر لږه اووه غړي وژل شوي دي.

د زیانمنې کورنۍ خپلوانو آریانا نیوز ته ویلي، چې په دې برید کې د اووه ماشومانو، دوه میرمنو او دوه نرینه وو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي.

 طالبانو ادعا کړې، چې په دې برید کې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو هوایي برید په کلکه غندلی او وایي، چې د راپورونو له مخې په کې د ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي او دا د بشریت پروړاندې یو جرم دی.

ولسمشر کرزي ویلي، چې له اوسني بحران څخه د هېواد ژغورلو یوازنۍ لار د افغان سولې د خبرو بریالیتوب دی.

اوس هم د ژیړۍ، ارغنداب، میوند او شاه ولیکوت په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې له سختې نښتې روانې دي، په کې ځاني زیانونه را منځته کیږي.

چارواکو ویلي، چې تر دې دمه د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ له روانو نښتو ۶۵۰۰ کسان بې ځایه شوي دي.

دفاع وزارت ویلي، چې طالبانو د ډنډ، ژیړۍ، ارغنداب، میوند او شاه ولیکوټ ولسوالیو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي،چې د افغان ځواکونو له ټینګار سره مخ شوي دي.

دفاع وزارت زیاته کړې، چې په دې نښتو کې لږ تر لږه ۵۱ طالب جنګیالي وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

وسلوالو طالبانو په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version