تازه خبرونه

دفاع وزارت په بهر کې د پوځي زدکړو له فارغانو هېواد ته د راستنېدو غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۷, ۱۴۰۰)

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي د ۱۱۰ زره کسیزې اردو د جوړولو ډاډ څرګند کړ او وایي، چې تر اوسه ۸۰ زره کسانو نوملیکنه کړې ده.

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي ملا محمد یعقوب مجاهد د افغانستان دولتي ټلویزیون ته په خپله  لومړۍ مرکه کې ویلي؛ د  ملي دفاع وزارت دروازه  د پخواني حکومت د روزل شویو افسرانو پر مخ خلاصه ده او هغه کسان، چې له هېواده بهر په پوځي زدکړو بوخت دي، باید له روزنې وروسته هېواد ته راستانه شي.

دغه جګپوړي پوځي چارواکي د پاکستانيو چارواکو هغه ادعاوې هم رد کړې، چې ګواکې پاکستاني طالبان له افغانستان څخه پر پاکستان بریدونه تنظیموي او د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي.

ښاغلي مجاهد څرګنده کړې؛ په پوله کې امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې، چې له خپلو ګاونډیانو سره د ښه چلند تر څنګ له خپلې خاورې ټينګه دفاع وکړي.

ملا محمد یعقوب مجاهد دغه راز د اسلامي امارت په رهبرۍ کې هر راز اختلاف رد کړل او وایي، چې داعش افغانستان ته کوم ګواښ ندی او ۹۰ سلنه ریښې یې له منځه وړل شوې دي.

هغه همدارنګه ویلي؛ هغه کسان  چې د مقاومت غږ پورته کوي اجازه به ورنکړ شي، چې د نظام پر وړاندې ودریږي.

ښاغلی مجاهد زیاته کړې؛ د پخوانیو پوځي وسایطو او الوتکو د بېرته ستنولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې ساتل شوي او مونږ هیله من یوو، چې ګاونډ هېوادونه مونږ ته اړوند تجهیزات بېرته راوسپاري.

Trending

Exit mobile version