تازه خبرونه
دفاع وزارت په هېواد کې د لسګونه وسلوالو ترهګرو له وژلو خبر ورکوي
د افغانستان دفاع وزازت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۳۶ وسلوالو طالبانو له وژل کیدو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو پر ګډو تعرضې او تهاجمی عملیاتو د دوه قومندانانو په ګډون، چې په ننګرهار، غزنی، پکتیا کندهار،زابل ، هرات، فراه، بادغیس،تخار، بغلان، کندوز، سرپل ، جوزجان او هلمند ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې تر سره شول ۳۶ تنه وسله وال وژل شوي، ۱۵ تنه يې ټپیان او ۲ تنه نور يې نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د غه ګډ عملیات، چې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي او هوایي ځواکونو پر ملتیا تر سره شوي د هلمند ولایت د ګرشک، نادعلي او نهر سراج ولسوالیو په اړوند سیمو کې ۳۰ تنه طالب وسلوال له منځه وړل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.
دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو۲ تنه سیمه ییز قومندانان هریو مخلص، کاکو آغا او د یادی ډلي یو تن د وسلو او مهماتو اکمالونکی هم شامل دي.
خبر پاڼه زیاتوي، همدا راز د ختیځ زون د دفاعی او امنیتې ځواکونو په ګډو چاڼیزو عملیاتو کې د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالی په جوی ۲۷ سیمه کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ ټپیان او ۲ نور یې له وسلو سره نیول شوي دي.
خبرپاڼه د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د ۲ تنو جګړه مارانو د له منځه وړلو، د دوه نورو له ټپي کیدو هم خبر ورکړی او لیکي، چې د فاریاب ولایت د پشتونکوټ په ولسوالی کې ۲ وسلوال ترهګر وژل شوي او یو بل يې ټپي دی .
خبر پاڼې دا هم ویلي، چې په یادو عملیاتو کې د ملي اردو ۵ تنه سرتېری وژل شوي دي.