تازه خبرونه

دفاع وزارت په کندوز کې د ملکي تلفاتو د ادعاوو څېړنه کوي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۹, ۱۳۹۹)

د افغانستان د دفاع وزارت د شنبې پر ورځ ومنله، چې هوایي ځواکونو د کندوز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د طالبانو یو مرکز بمبارد کړی او وایي، چې د ملکي تلفاتو په اړه به خپاره شوي راپورونه وڅېړل شي.

دفاع وزارت ویلي، چې هوایي بریدونه د افغان ځواکونو د فعالې  دفاع له عملیاتو سره سم ترسره شوي دي.

د دې وزارت د څرګندونو له مخېګ د قاري عبد الرزاق او مولوي عباس په نومونو د دوه قومندانانو په ګډون له ۳۰ ډېر طالبان وژل شوي دي. سربېره پر دې د فیضاني او قاري ابراهیم په نومونو دوه قومندانانو په ګډون اته نور ټپیان دي.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې هوایي برید کې موترونه او د وسلو ستره زیرمه له منځه تللي دي.

لومړني راپورونه ښيي، چې په دې فعالو دفاعي عملیاتو کې هیڅ ملکي وګړي ته زیان ندی رسیدلی؛ خو د ملکي ځاني زیانونو په اړه یې د خپاره شویو راپورونو د څېړلو ډاډ ورکړی دی.

په ولسي جرګه کې د کندوز استازې فاطمه عزیز په اړوند سیمه کې له دوه بریدونو خبر ورکوي او وايي: لومړی برید د طالبانو پر اډه وشو، خو په دوه یم برید کې ملکي وګړیو ته مرګ و ژوبله؛ ځکه واوښته، چې په بمبارد شوي ځای کې راټول شوي وه.

طالبانو په یو تویت کې څرګنده کړې؛ هوایي برید پر ملکي سیمه رامنځته شوی، چې په کې له ۴۰ ډېرو ملکي وګړیو ته ځاني زیان اوښتی دی.

Trending

Exit mobile version