سیمه ییز خبرونه

دفاع وزير د امنيتي حالت د څېړلو په موخه فارياب ولايت ته سفر كړى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ملي دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي او د كورنيو چارو وزارت معين جنرال عبدالرحمن رحماني فارياب ولايت ته د يو سفر په ترڅ كې د دغه ولايت له سيمه ييزو چارواكو او د خلكو له مشرانو سره وليدل.

دغو دواړو امنيتي چارواكو په غورماچ او قيصار ولسواليو كې د امنيتي ځواكونو او طالبانو ترمنځ د نښتو د څېړلو لپاره دې ولايت ته سفر كړى دى.

د سيمې يو شمېر مشران په دې اند دي، چې د قيصار او غورماچ ولسواليو په نښتو كې افغان ځواكونو په تېره بيا د ملي اردو سرتېرو پخپل وخت ډگر ته راونه ډانگل او د دوى د لټۍ  پر لامل ځينې كلي د طالبانو تر ولكې لاندې راغلل.

د فارياب ولايتي شورا رييس رحمت الله تركستاني وايي:

خپله وزير صاحب له موجودو قطعاتو څخه يوه قطعه وليدله؛ په يو كندك كې اويا موټر خراب دي او هغه هم د غورماچ په لومړۍ كرښه كې، چې كيدى شي ملي اردو جوړ موټر هم ولري؛ خو هغه لومړۍ كرښې ته ونه ليږل شول. همدارنگه زمونږ په ملي پوليسو او سيمه ييز پوليسو كې هم ستونزې شتون لري.

د ملي دفاع  د وزير په وينا، په قيصار او غورماچ ولسواليو كې د ملي اردو سرتېرو له طالبانو سره په نښته كې له ملي پوليسو څخه ځواكمن ملاتړ كړى دى.

ښاغلي بسم الله محمدي وايي:

ستاسې زړور جنرالان دېرش كيلو متره ليرې د دښمن په دفاعي كرښه كې وجنگيدل. ما هغه قوماندان، چې په دې نښته كې يې بېوسي ښودلې له ځان سره راوړى او پر ځاى مې بل قوماندان وگماره او له هغه به پوښتنې وشي.

ملي دفاع وزير د خپل سفر موخه د پېښې شوې جگړې څېړل وښودل او په سيمه كې يې له ډاډمن امنيت څخه خبر وركړ.

دغو چارواكو په داسې حال كې قيصار او غورماچ ولسواليو ته سفر وكړ، چې نښتې دريدلي؛ خو د سيمې اوسيدونكي وايي، چې تر اوسه هم د دې ولسوالۍ د خواجه كنتي سيمه د طالبانو تر ولكې لاندې ده.

Trending

Exit mobile version