تازه خبرونه
دفاع وزیر به د ولسمشر او کورنیو چارو وزیر به د اجراییه مشر له خوا معرفي شي
د ملي یوالي د حکومت اجرایي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ته نږ دې سړی سید حسین عالمي بلخي وايي چې ولسمشر او اجرايي رییس د کورنیو چارو وزارت پرته د امنیتي او اقتصادي وزارتونو لپاره د وزیرانو د معرفي کولو په هکله توافق ته رسیدلي دي.
دغه سرچینه وايي چې د را روانې اونۍ په منځ کې به ولسي جرګې ته د نوې کابینې د کاندید وزیرانو معرفي کول پیل شي.
په همدې وخت کې یوې بلې حکومتي سرچینې چې نه يې غوښتل نوم یې واخیستل شي، اریانا نیوز ته د یو شمیر هغو کسانو نومونه واخیستل چې ښایي د کاندید وزیرانو په توګه معرفي شي.
یوې حکومتي سرچینې اریانا نیوز ته وویل چې لوی درستیز شیرمحمد کریمي به د ملي دفاع وزارت ته ونومول شي، خو د کورنیو چارو وزارت لپاره تر اوسه د کوم وړ سړي په ټاکنه نه دي سلا شوي.
د بهرنیو چارو وزارت لپاره صلاح الدین رباني او سوداګرۍ وزارت لپاره سردار محمد رحیمي د کاندید وزیرپه توګه په پام کې نیول شوي دي.
دغه زاز رحمت الله نبیل د ملي امنیت د رییس په توګه په لیست کې شامل شوی دی. عبدالستار مراد د کورنیو چارو وزارت لپاره او جیلاني پوپل د مالیې وزارت لپاره د کاندید وزیرانو په توګه په پام کې نیول شوي او دواړو لوریو ور باندې توافق کړی دی.
نوموړې سرچینه همداشان وایي چې د دواړو خواوو د توافق له مخې په پام کې ده دفاع وزیر د ولسمشر او کورنیو چارو وزیر د اجراییه رییس له خوا معرفي شي.
په همدې وخت کې ډاکتر عبدالله عبدالله ته نږدې سړی سید حسین عالمي بلخي وايي چې د پاتې وزیرانو په نومونه خبرې روانې دي، او ښايي د راتلونکې اوونۍ په منځ کې به ولسي جرګې ته یو شمیر کاندید وزیران معرفي شي.
د لندن تر کنفرانس مخکې افغان ولسمشر ډاکتر اشرف غني ویلي و چې نوې کابینه به د دوو یا څلورو اونیو په ترڅ کې ولسي جرګې ته معرفي کړي؛ خو درې اوونۍ تیرې شوي، د کابینې د جوړښت په هکله تر اوسه په رسمي ډول د کوم پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.
له بلې خوا اجرايي رییس وايي چې د نوې کابینې ټول ټول غړي به په یو ځل ولسي جرګې ته معرفي کړي.