نړۍ
دليبيا مشرقذافي؛ د شهادت يا بري چغه پورته كړه
وروسته له هغې، چې د لیبیا یاغیانو په طرابلس کې د معمرالقذافي پراستوگنځي یرغل وکړ؛ قذافي وپتېیله، چې:
د شهادت یا بري ترسرحده جنگیږي.
یوه سیمه يېز تلویزیون ویلي:
قذافی په یوه ویډیویي وینا کې ویلي، چې په طرابلس کې له خپل استوگنځي د ده وتل تاکتیکي حرکت دى.
د قذافي ځای نه دی معلوم، خو دی وایي:
په پټه یې د طرابلس له ښار لیدنه وکړه.
د قذافي یو ویاند وایي:
د لیبیا مشرد یاغیانو په وړاندې د میاشتو او کلونو مقاومت ته چمتو دی.
دغه سېمه يیز تلویزیون ویلي:
د قذافي له ویاند ابراهیم موسی سره یې د غږمزي(ټیلیفون) له لارې ژوندۍ مرکه کړې او هغه ویلي:
د قذافي ملاتړيو ځواکونو لیبیا د اور غورځوونکيو غرونو پر لمبو بدله کړې له بلې خوا په طرابلس کې د سختو جگړو راپورونه ورکړشوي دي.
د یاغیانو یوه ویاند ویلي:
قذافي ته وفادارو ځواکونو د استوگنې پر یوه سیمه د گراد توغندي ورورلي دي.
دوى زياتوي:
د طرابلس د نیولو لپاره له څلورسوه زیات کسان وژل شوي او لږ تر لږه دوه زره نور ټپیان دي.