تازه خبرونه
دهمزنګ څلورلاری، د شهداوو چوک شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
ولسمشراشرف غني د دهمزنګ څلورلاری د شهداووچوک ونوماوه.
د ولسمشرۍ د اعلامیې له مخې؛ د تېرې ورځې د ترورستي برید د قربانیانو ارواحو ته د درناوي په نیت دغه څلورلاری د شهداوو چوک ونومول شو، چې راتلونکي نسلونه د یموکراسۍ او ولسواکۍ له پاره د دغه ښار د ښاریانو سرښندنه هیره نه کړي.
دغه راز ویل شوي، چې ولسمشر کابل ښاروال ته سپارښتنه کړې، چې د دهمزنګ څلورلاري په ځای د شهداووچوک د نومولو کار پیل کړي.
دغه څلورلاری په داسې حال کې د شهداوو په نوم نومول کیږي، چې د شنبې په ورځ (د زمري ۲) د روشنایي جنبش د پلویانو په لاریون کې یو ځانمرګی برید رامنځته شو، چې په کې ۸۶ کسه وژل شوي او له ۲۳۰ ډېر نور ټپیان دي.