تازه خبرونه

دواړه غاړې به پر دیورند کرښه د ترهګرو د تګ راتګ مخه نیسو-نفیس زکریا

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان چارواکي ويلي، چې له افغانستان سره د ګډ ميکانيزم پر سر له هوکړې وروسته يې خپلې غاړې ته مديريتي کارونه پيل کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس زکريا په يو خبري کنفرانس کې وويل، چې د تورخم په سرحدي کرښه کې د افغان او پاكستاني ځواكونو ترمنځ جګړې د دواړو هېوادونو اړيکو ته زيان اړولى؛ خو د ده په وينا نه غواړي له افغانستان سره اړيکې خرابې کړي.

هغه زياته كړه، دواړو هېوادونو د سرحدي کرښې په اړه يو هوکړه ليك لاسليک کړى، چې په ګډه به يې مديريت کوي او په دې سلا شوي، چې د ديورند پولې دواړو غاړو ته به د ترهګرو د تګ راتګ مخه نيسي.

ده په ورته وخت کې له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغان کډوالو په ستنولو کې له پاکستان سره مرسته وکړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان ولسمشر ممنون حسین تېره اوونۍد شانګهای همکاریو سازمان د مشرانو په شپاړسمه غونډه کې د ګډون په موخه د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته دوه ورځنی سفردرلود.

نوموړيوازبکستان ته د  رسمي سفر په وروستۍ ورځ سره وکتل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال په ډاګه کړې وه، چې کابل او اسلام آباد پر یوه میکانیزم هوکړه کړې، چې موخه يي د دواړو هېوادونو ترمنځ د مختلفو موضوعګانو په اړه همغږي او مشوره کول دي.

په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو مشرانو وروستۍ ستونزې او اندېښنې په څرګنده توګه بیان کړې او هوکړه  وشوه، چې د اوسنیو ستونزو د هر اړخیزې ارزونې او په راتلونکي کې د هغو د مخنیوي په خاطر دې یو موثر تخنیکي او سیاسي میکانیزم رامنځته شي، چې مناسبې حل لارې ولټوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې په دې میکانیزم کې په ځانکړي توګه د دواړو هېوادونو تر منځ د خلکو د تګ راتګ او امنیت موضوع ته پاملرنه شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې د غبرګولي په ۲۴ پاکستان غوښتل په تورخم کی نوي تاسیسات جوړ کړي، چې له کبله یې د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو تر منځ له څلور ورځنیو خونړیو نښتو وروسته دواړو غاړیو پر اوربند پرېکړه وکړ؛ خو پاکستانيو چارواکو د تورخم پر پوله هغه افغانان پاکستان ته له ورتګه منع کړل، چې قانوني اسناد یې نه درلودل.

پر دغه میکانیزم په داسې حال کې هوکړه کیږي، چې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو ژوند د پخوا په پرتله ډېر تریخ شوی او ان زندانونو ته اچول کیږي.

ویل کېږي، چې په پاکستان کې کابو دوه نيم میليون افغان کډوال ژوند کوي، خو یوازې شاوخوا یو نیم میلیون یې راجسټر شوي دي.

Trending

Exit mobile version