سوداگري

دوبۍ ته د آریانا افغان هوایي شرکت الوتنې بیا پیل شوې

Published

on

آریانا افغان هوايي شرکت پرون (دوشنبه د لړم ۱۷) په ډاګه کړه، چې دوبۍ ته یې الوتنې بیا پیل کړې دي.

دغه شرکت زیاته کړې، چې له دې وروسته به د کابل – دوبۍ او دوبۍ – کابل ترمنځ هره ورځ الوتنې تر سره کیږي.

د افغان هوايي شرکت د معلوماتو له مخې، له کابل څخه تر دوبۍ د یوه لوري د ټکټ بیه به ۵۵۰ ډالره وي.

ویل کیږي، چې په عربي متحده اماراتو کې سلګونه مسافر په ځانګړي توګه افغان مسافر د دوبۍ او کابل ترمنځ الوتنو ته په تمه( طمع) دي.

دوی له څو میاشتو راپدیخوا په عربي متحده اماراتو کې بند پاتې شوي او د الوتنو د نشتوالي له کبله یې ونشو کولی، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو او په هوایي ډګر کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال د ویجاړیو له کبله افغانستان ته د آريانا او کام ایر هوايي شرکتونو په ګډون ټولې الوتنې وځنډول شوې او په دې وروستيو اوونيو کې د پاکستان نړيوال هوايي شرکت او د ايران ماهان هوايي شرکت يوازې څو الوتنې ترسره کړې دي.

Trending

Exit mobile version