تازه خبرونه

دوبۍ ګرځندوی ته د بیا ورګرزیدنې چټکې هڅې پیل کړې

Published

on

دوبۍ د سې شنبې پر ورځ د منځني ختیځ د ګرځندوی د مرکز په توګه  د سیاحت او ګرځندوي مرکز بیا پرانسته وکړه او تمه لري، چې بېرته له کرونا څخه دمخه پېرته چټک ګامونه پورته کړي.

د دوبۍ د ګرځندوی او بازارموندنې عمومي مشر هلال ال ماري د چهار شنبې پر ورځ له بلومبرګ تلویزیون سره په مرکه کې څرګنده کړه، چې: کله، چې هر څه خپل پخواني حالت ته ور وګزي؛ مونږ هم پرته له شکه تېر کال ته د ورته اقتصادي ودې لیدو ته سترګې پر لاره یو.

دوبۍ کلونه کلونه تر شا پریښي، چې یو سوداګریز او د ګرځندویانو د پام وړ ګرزیدلی او هر کال میلیونونه لیدونکي راجلبوي.

دوبۍ د کرونا ویروس د خوریدو له وېرې په مارچ میاشت کې خپلې پولې وتړلې او د قرانطین پراخه هڅې یې پلې کړې. د کابل په ګډون دننه او بهر الوتنې وځنډول شوې او د درې میاشتو لپاره دوبۍ ته د تلونکيو افغانانو لپاره ویزې ورکړ شوي ندي.

په هر حال د تېرې میاشتې په بهیر کې د افغانستان په ګډون لږ شمېر هېوادونو ته الوتنې ورو ورو پیل شوې.

آل ماري د ګرځندوی د بیا پرانستې د وروستۍ هڅې په اړه ویلي: مونږ په رښتیا نن په ښه او غوره وضعیت کې یو؛ خلک ډېر هیله من دي او مونږ د مثبت لوري لیدونکي یو.  

هغه دا هم ویلي؛ تر هغه وخته، چې نور هېوادونه پر حالاتو څارنه ولري او چارې عادي شي، مونږ به حتما دا د ګرځندوی بېرته راتګ په توګه وینو.

آل ماري زیاته کړې: وړاندویېنه کوو، چې د کال پای ته پر نږدې کیدو او د بازارونو له خلاصیدو سره خلک بیا پر کار ګمارلو پیل کوي. خلک دې په رښتیا هڅه وکړي، چې دا وده نوره هم ځواکمنه کړي؛ ځکه دا هغه څه دي، چې دوی په خپلو دندو کې ترسره کوي او په کې اخته دي.

دا کار وروسته له هغې شونی شو، چې د سې شنبې پر ورځ د دوبۍ شهزاده شیخ حمدان بن محمد د دوبۍ نړیوال هوایی ډګر ته ورسید او څرګنده یې کړه؛ متحده عرب امارات چمتو دی، چې د خپل نړیوال هوایي ډګر له لارې نړیوالو ته بیا هم ښه راغلاست ووایي.

شیخ حمدان وویل: ما دوبۍ ته د سیلانیانو د ښه راغلاست لپاره پراته پروتوکولونه بیا کتلي او هغه څه، چې مونږ ولیدل د نړیوالو سیلانیانوبیا راتګ ته د دوبۍ بشپړ چمتووالی ښیي.

هغه څرګنده کړې: مونږ د مسافرو او سیلانیانو د هوساینې او خوندیتوب لپاره ترټولو ډادمن معیارونه  چمتو کړي دي.

په هرحال د متحده عرب اماراتو هوایی شرکت د چارشنبې پر ورځ  الوتنې د ورځې لخوا کړي او د هغو هېوادونو مسافرینو ته یې خبر ورکړي، چې که غواړي دوبۍ ته الوتنه وکړي؛ نو اړ دي، چې له الوته مخکې د کرونا ویروس کتنه ترسره کړي.

دوبۍ میشتي هوایي شرکت ویلي، چې صحي سندونه باید ۹۶ ګړۍ مخکې له رسیدو صادر شي.

د متحده عرب اماراتو شرکت په ډاګه کړې: متحده عربي اماراتو ته له لاندې هېوادونو یا هوایي ډګرونو څخه سفر کوونکي مسافر باید د حکومتونو او لابراتوارونو لخوا د کرونا ویروس تائید شوي منفي سندونه ولري؛ پرته له دې د الوت اجازه نه ورکول کیږي.  

یاد شرکت څرګنده کړې؛ له ټاکل شويو ځایونو څخه تر لاسه شوي روغتیایي سندونه، چې متحده عربي امارات پرې هم خبروي؛ د منلو وړ دي.

دغه اغېزمن هېوادونه شرکتونه دا دي: افغانستان، بنګله دیش، مصر، هند، ایران، پاکیستان، فلیپین، روسیه، تانزانیا، امریکا – دالاس فورټ ورت (DFW) ، هوستن (IAH) ، لاس انجلس (LAX) ، سان فرانسسکو (SFO) ، فورت لادیردیل (FLL) او اورلاندو (MCO) د کالیفورنیا، فلوریدا او تیکزاس میشتي مسافر، چې د اماراتو پر الوت له دوبۍ سره نښلیږي.

Trending

Exit mobile version