سیمه ییز خبرونه
دوديزه لوېه جرگه نشي كولاى امريكايي سرتېرو ته قضايي مصئونيت وركړي
دوديزه لوېه جرگه اوس نه شي كولاى، چې په افغانستان كې امريكايي سرتېرو ته قضايي مصونيت وركړي.
سياسي گوندونه او د ولسي جرگې يو شمېر غړي وايي، چې اوس مهال ملي شورا د افغانستان د ملي پرېكړو لپاره قانوني بنسټ دى، دا په داسې حال كې ده، چې د ولسواليو د شوراگانو رئيسان، چې د لويې جرگې يوه لوېه برخه جوړوي تر اوسه نه دي ټاكل شوي.
له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو د شتون څرنگوالى به د افغانستان او امريكا تر مېنځ په امنيتي تړون كې روښانه شي.
خو په افغانستان كې امريكايي ځواكونو ته د قضايي مصئونيت وركول د افغانستان او امريكا تر مېنځ موضوع په يوه تاوده بحث بدله شوې ده.
د ولسي جرگې غړى عبدالقيوم سجادي وايي:
اساسي قانون روښانه كړې، چې لوېه جرگه د ملي شورا د انتخابي غړو، د ولسواليو او ولايتونو د شوراگانو د رئيسانو په شتون كې جوړه شي، خو ستونزه دلته ده، چې تر اوسه ولسواليو د شوراگانو رئيسان نه دي ټاكل شوي.
لويې جرگې ته د مشروعيت د وركولو په موخه په لنډ مهال كې د ولسواليو د رئيسانو د ټاكلو په موخه د ټاكنو تر سره كول له امكان څخه لرې خبره ده، خو نظامی کارپوه نورالحق علومی بيا ټينگار كوي، چې اوس مهال په افغانستان كې امريكايي ځواكونو ته د قضايې مصئونيت د وركولو له پاره به ملي شورا قانوني بنسټ ووسي.
دا په داسې حال كې ده، چې افغان حكومت تېر كال هم له امريكا سره د ستراتيژيكو همكاريو د تړون په باب لوېه جرگه جوړه كړې وه.
د دغې لويې جرگې په پاى كې په يوه پرېكړه ليك كې ويل شوي وو، چې كه امريكايي ځواكونه په افغانستان كې كوم جرم تر سره كړي نو بيا د افغانستان محكمو كې محاكمه شي.