تازه خبرونه

دوستم: د ګډوډیو د مخنیوي لپاره به ډير ژر د کابینې یو شمیر غړي معرفي کړو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي چې ډير ژر به د ملي یوالي د حکومت د کابینې ځيني غړي معرفي شي.

ښاغلی عبدالرشید دوستم وايي چې د سرپرستانو لخوا د  لوړو پوستونو اداره کولو چارې ګډوډوې کړي دي. څه کم دوې میاشتې کیږي چې نوي حکومت په کار پیل کړی، خو د کابینې په جوړولو نه دی بریالی شوی.

دا چې د نوې کابینې د جوړولو ژمنه ولې تر اوسه نده عملي شوې، د مدنې ټولنې غړي عزیز رفیعي یې په هکله داسې وايي:” د افغانستان په سیاسي نظام او د کابینې په جوړولو کې هره ورځ بې پروايي کول به د خلکو او دولت ترمنځ واټن سبب شي او دا به وښيي چې دواړه رییسان په افغانستان کې د کاري فضا رامنځ ته کولو ته ژمن نه دي.”

په داسې حال کې چې په  پلازمینه کابل کې په دې وروستیو کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې زیاتې شوي دي، د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال وايي چې د ګډوډیو د مخنیوي لپاره به ډير ژر د کابینې یو شمیر غړي معرفي کړي:”نن شپه مې تر دولس بجو پورې له ولسمشر سره خبرې وکړې چې تر ټولو مخکې کابینه معرفي کړي، که ټوله کابینه نه شي معرفي کولی، یوه برخه خو دې پارلمان ته وروپېژني.”

کابل په داسې حال کې د چارو د ګډوډيدو خبرې کوي چې د هیواد د مسایلو په هکله د ډسمبر په دریمه په لندن کې کنفرانس جوړیږي. نوې کابینه نده معرفي، خو  په کار ده چې افغان چارواکي د لندن په کنفرانس کې د حکومتدارۍ په برخه کې منظم پلانونه وړاندې کړي.

Trending

Exit mobile version