تازه خبرونه
دوستم له طالبانو سره د جګړې ډګر ته بیا ستون شو
د ولسمشر اشرف غني پخوانی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم د جګړې ډګر ته ستون شوی او د فاریاب ولایت په قرمقل ولسوالۍ کې له طالب جنګیالیو سره د جګړې لپاره د خپلو جنګیالیومشري کوي.
ویل کیږي، چې د نوموړي پر مشرۍ د ۱۲ ګړیو په عملیاتو کې د ولسوالۍ ځینې برخې له وسلوالو طالبانو پاکې شوې دي.
مارشال عبدالرشید دوستم خپلو جنګیالیو ته داسې سپارښتنه کوي: د لیوانو په څېر کورونو ته ننوځئ، د کورونو پلټنه وکړئ، دیوالونه یې سوري کړئ او وګورئ؛ خو له ځانه هم خبر اوسئ. د طالبانو قومندانان حتماً همدلته دي. دا ټول ووهئ او خپله یوه ګولۍ هم باید له لاسه ورنکړئ.
د دوستم په مشرۍ د عملیاتو لامل د طالب وسلوالو پر وړاندې په مبارزه کې د دولتي ځواکونو ملاتړ ښودل شوی دی.
د اردو یو قومندان محب الله ویلي؛ د هغه (دوستم) په مرسته مونږ وکولی شول هغه کلي بېرته ونیسو، چې د دښمن تر څارنې لاندې ول.
دا لومړۍ جګړه نده، چې دوستم یې مشري کوي؛ د کلونو په اوږدو کې هغه په بېلابېلو وختونو کې له طالبانو سره د جګړې لپاره د جنګیالي رهبري کړي او که څه هم هغه په رسمي ډول د دولت لخوا نه دی ګومارل شوی؛ خو بیا هم د اړتیا په وخت کې د دندې غوښتنې ته پام کوي. هغه د طالبانو ضد لوی شخصیت هم ګڼل کیږي.
دوستم له۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۲۰ پورې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې او ځان یې تر مارشالۍ ورساوه.
د یادونې ده، چې په ۲۰۰۱ کې هغه د امریکا د ځانګړیو ځواکونو او سي آی اې کليدي ملګری و، چې د طالبانو د رژیم د سقوط لپاره یې ورسره ملګرتیا روانه وساتله.