سیمه ییز خبرونه

دولتي ادارې بډې اخلی او اجازه وركوي، چې بې كېفيته خوراكي توكي بازار ته ننوځي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په داسې حال كې، چې په كابل كې د ټيټ كيفيت لرونكو خوراكي توكو د وارداتو د مخنيوي هڅې د يوه كميسيون په جوړښت كې روانې دي، خو بيا هم  د كابل ماركېټ د بې كېفيته او داسې خوراكي توكو ډك دى، چې تاريخ او هېڅ ډول توليدي نښان نلري.

شا او خوا نهه مياشتې مخكې په كابل كې د بېلا بېلو حكومتي او خصوصي بنسټونو څخه يو ګډ كميسيون جوړ شو او په كار يې پېل وكړ، چې د كابل په بازارونو كې د بې كېفيته خوراكي توكو د پير او پلور مخه ونيسي.

كابل ښار زياتره ماركيټونه او دوكانونه د داسې خوراكي توكو څخه ډك دي، چې يايې كېفيت دومره خراب وي، چې خوړل يې ناروغي پيدا كوي او ياهم د توليد هېڅ ډول نښه نلري.

سوداګر او كاروباريان بيا پر دولتي ادارو نيوكه كوي او زياتوي، چې اړوندې ادارې بډې اخلي او اجازه وركوي، چې بې كېفيته خوراكي توكي بازار ته ننوځي.

افغانستان، چې له ګاونډيو هېوادونو سره په خپلو پولو پوره څار نلري له  همدې كبله زياتره بې كيفيته خوراكي او نور سوداګريز توكي له قاچاقي لارو د افغانستان بازار ته مخه پېدا كوي.

وېل كېږي په تېرو څه باندې لسو كلونو كې د افغانستان بازار د نورو هېوادونو ترڅنګ د پاكستان او چين د بي كيفيته توكو لپاره  په مناسب بازار بدل شوى دى.

Trending

Exit mobile version