تازه خبرونه

دولتي بنسټونه دې له پاكستان سره د پولې په ځاى ديورند كرښه وكاروي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

وزيرانو شورا په وروستۍ ناسته كې كورنيو چارو، دفاع، سرحداتو وزرتونو او ملي امنيت ادارې ته سپارښتنه وكړه، چې له پاكستان سره په ټولو خبرو او ليكونو كې د سرحد د كلمې په ځاى د ديورند كرښه وكاروي.

افغان ژورنالست فهيم دشتي وايي، پاكستان افغانستان ته د ديورند كرښې د نه رسمي كيدو پرلامل سرخوږى جوړ كړى دى.

افغان دولت تل ټينگار كوي، چې دا كرښه د افغانستان او پاكستان تر منځ د پولې په توگه په رسميت نه پېژني. په داسې حال كې، چې پاكستان يې په رسميت پېژندلو ټينگار كوي.

د ولسي جرگې غړى نذير احمد وايي، د ديورند كرښې په اړه يوازې د افغانستان خلك د پرېكړې حق لري، نه نور هېوادونه.

د ديورند كرښه په ۱۸۹۳م كال كې د امير عبدالرحمن خان او بريتانيا ترمنځ د يوې دولتي هوكړې له مخې رامنځته شوې، چې تر دې دمه افغان حكومتونو د پاكستان او افغانستان تر منځ د پولې په توگه په رسميت پېژندلې نه ده.

Trending

Exit mobile version