سیمه ییز خبرونه
دولتي مامورينو له دوه مياشتو راهيسي خپل مياشتني حقوق ندي تر لاسه كړي
يوشمېر دولتي مامورين وايي، چې د بودجې د نه تصويب له امله يې د دوو مياشتو معاش نه دى اخيستى . دا كسان په اړونده ارګانونو نيوكه كوي، چې په دې برخه كې په وخت اقدام نه كوي.
په داسې حال كې، چې د نوي مالي كال له پېل څخه نيژدې يوه مياشت تېرېږي، خو تراوسه هم د دغه كال بودجه نه ده تصويب شوې.
دې كار د ډېرو خلكو او په تېره بيا دولتي مامورينو ته ستونزې پېدا كړې دي يو شمېر دولتي كار كوونكي وايي:
له دوه مياشتو راهيسي یی خپل مياشتني حقوق ندي تر لاسه كړي. دوى همدارنګه وايي، چې له دې امله د خپلې كورنۍ لومړنۍ اړتيا وې نشي برا برولى.
دا كسان له دولت څخه غواړي، چې دا ستونزه يې حل كړي.
خو د ماليې وزارت ویاند عبداقادر جېلاني بيا وايي، چي د دولتي مامورينو د معاشونو په اجرا كي كومه ستونزه نشته او ټول وزارتونه او بودجوي واحدونه د قانون له مخې كولای شي، چې د يوې مياشتې د معاش تخصيص واخلي.
د دغه وزارت وياند له ټولو هغو وزارتونو څخه، چې تر اوسه يې خپل تخصيص نه دى وړاندې كړى غواړي، چې په دې اړه ژر اقدام وكړي.
دا په داسي حال كې ده، چي د ۱۳۹۳ كال ملي بوديجه ولسي جرګې د يولړ ستونزو او نيمګړتياو د اصلاح په موخه رد کړه.