تازه خبرونه
دولتي ودانۍ باید د شخصي موخو لپاره ونهکارول شي – د اسلامي امارت رهبر
باختراژانس خبر ورکړی، چې که څوک په دغه شان ودانيو کې استوګن وي بايد بل ځاى ته وليږدول شي.
د اسلامي امارت رهبر یو فرمان صادر کړی، چې د دولتي ادارو له ودانیو څخه باید د شخصي مقاصدو لپاره کار وانخیستل شي.
باختراژانس خبر ورکړی، چې که څوک په دغه شان ودانيو کې استوګن وي بايد بل ځاى ته وليږدول شي.
له دې مخکې په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې د اسلامي امارت د رهبر پر فرمان د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو یو کمیسیون هم جوړ کړی دی.
د دغه کمیسیون له جوړېدو وروسته سلګونه زره جریبه غصب شوې ځمکې بېرته راګرځول شوې دي.
