تازه خبرونه

دولتي پوهنتونونه به د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ژر پرانستل شي – حقاني

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۳, ۱۴۰۰)

د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي ويلي، نجونې هم کولی شي د پوهنتونونو له پیلېدو سره د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خپلو زدکړې روانې وساتي.

د لوړو زدکړو وزارت وايي، دولتي پوهنتونونه به ژر خپل فعالیت پیل کړي او نجونې به هم وکړی شي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خپلو لوړو زدکړو ته دوام ورکړي.

دا وزارت هڅه کوي، چې د نجونو او هلکانو د زدکړو بهیر له یو بله بېل وي او د نجونو د لېږد رالېږد لپاره د ټرانسپورت آسانتیاوې هم برابرې کړي.

د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي عبدالباقي حقاني څرګنده کړې، چې د ښځینه محصلانو د لېږد لپاره د آسانتیاوو د برابرولو هڅې روانې دي او د پوهنتونونو تر پیله به دا آسانتیا برابره شي.

نوموړي زیاته کړې؛ دا یو اسلامي اصل دیو چې ښځینه زدکړیالانو ته دې مناسب چابېریال رامنځته شي اودا  نړۍ هم منلې، چې د زدکړو بېل چاپېریال د ګډ چاپطریال پر پرتله ګټور دی.  

د لوړو زده کړو وزارت چارسمبالي اقتصادي ستونزې د دولتي پوهنتونونو او تحصیلي سکټور د نه پرانیستل کېدو اصلي لامل وباله او زیاته یې کړه، چې د یادې ستونزه له لري کېدو وروسته به ډېر ژر پر داسې تحصیلي جوړښت کار وکړي، چې په خبره یې له دین څخه د دفاع توان ولري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د اقتصادي ستونزو له کبله ډېر لږ پوهنتونونه تړلي پاتې شول؛ خو هڅې روانې دي، چې بیا پرانستل شي.

د لوړو زدکړو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په هېواد کې څلوېښت دولتي او شاوخوا یو سل و پنځوس خصوصي پوهنتونونه شته او ټول خصوصي پوهنتونونه د وږي میاشتې له پنځلسمې راپدېخوا پرانیستل شوي او دولتي هغه به هم ډېر ژر پرانیستل شي.

Trending

Exit mobile version