سیمه ییز خبرونه

دولتي چارواکي د کاندیدانو په ګټه له خپلو دندو ناوړه استفاده کوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسي جرګې يو شمېر غړي په ټاكنو كې د حكومت پر لاسوهنو اندېښنه لري. دوی وايي، په زياترو ولايتونو كې دولتي چارواكي د يوه كانديد په ګټه له خپلو دندو ناوړه استفاده كوي.

د ولسي جرګې ځينې غړي په ټاكنو كې د حكومتي چارواكو لاسوهنو اندېښمن كړي دي.

د ولسي جرګی لومړی مرستیال صدیق احمد عثماني او د ولسي جرګی غړی نعیم لالی احمدزی وايي، په ځينو ولايتونو كې دولتي چارواكي عملا د يوه كانديد په پلوي كمپاين كوي.

دوی له حكومتي چارواكو غواړي، چې په ټاكنو كې له هر ډول لاسوهنو څخه ډډه وكړي.

بلخوا ملګرو ملتونو په افغانستان كې د رڼو او بې پرې تاكنو پر تر سره كېدو ټينګار كړى.

په كابل كې د دې سازمان سياسي څانګې يا يوناما په يوې اعلاميه كې ويلي، راتلونكې ټاكنې د افغانستان د برياليتوب لپاره ډېرې اړينې دي.

یوناما ویلی، چی د هرې هغې هڅې مخه باید ونیول شي، چې پر ټاكنو باور کمزوری کوي.

د يوناما په اعلاميه كې ويل شوي، چې په ټاكنو كې درغلي د افغانستان ډېرو خلكو ته د منلو وړ نه دي او كه درغلي وشي، نو دا چاره به له افغانستان سره پر نړيوالو مرستو هم بد اغېز وكړي.

بلخوا د ولسي جرګې غړو تر دریو ورځو ټاکنو وروسته پردی بریالي شول، چې د دې جرګې منشي وټاكي.

سید اکرام د دغې څوکۍ د ګټلو لپاره له عبدالروف انعامي سره سیالی وکړه، چی په ترڅ کی یی سید اکرام د ۷۹ رایو په ګټلو سره دا څوكۍ خپله كړه.

Trending

Exit mobile version