تازه خبرونه

دولتي بنسټونو ته د ځمکو د غاصبینو نوملړ سپارل شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ښارجوړولو او اراضي وزارت وایي؛ دولتي بنسټونو ته د ځمکو د څه باندې ۱۵ زره غاصبینو نوملړ سپارل شوی دی.

په ټولو ولایتونو کې دولتي ځمکې د زورواکانو لخوا غصب شوي د ښار جوړولو او اراضي وزارت اوس وایي؛ د سیمه ییزو حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو پر ملاتړ بریالي شوي یو، چې د ځمکو د غاصبینو له څه باندې اتلس زره پېژندل شويو څخه د څه باندې ۱۵ زره غاصبینو نوملړ عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.

د دې وزارت سرپرست وایي؛ دې کسانو څه باندې پېنځه سوه زره جریبه ځمکه غصب کړې وه، چې بېرته ترې اخیستل شوې ده.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ په وروستي یوه کال کې درې نیم میلیون جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې، چې کورني بې ځایه شوي له پېنځه زره جریبه ځمکې استفاده کوي.

د ښار جوړولو او اراضي وزارت سرپرست محمد جواد پیکار وایي، چې د ځمکو ۱۸۸۲۳ غاصبین پېژندل شوي او د ۱۵۸۳۱ نورو نوملړ عدلي او قضایي بنسټونو ته لیږل شوی دی.            

دی زیاتوي؛ د څلور زره نارسمي او غیر پلاني کورونو خاوندانو ته په کابل، هرات، ننګرهار او بامیان ولایتونو کې د مالکیت سندونه وېشل شوي دي. دې وزارت دا راز د لومړي ځل لپاره ښځو ته هم د مالکیت سند د وېش پروګرام عملي کړی دی.

د ښاغلي پیکار د څرګندونو له مخې؛ تر دې دمه ۶۰۰ زره کورونه په رسمي او نارسمي سیمو کې ثبت او په کابل، هرات، جلال آباد او بامیان کې ۴۰۰۰ کورونو ته د مالکیت سندونه وېشل شوي دي.  

د ښار جوړونې او استوګنې په ګډون دوه نورو دولتي بنسټونو هم ملت ته د حکومت د ځواب ویلو په پروګرام کې خپل کلني راپورونه وړاندې کړل.

د ستندرد ملي اداره، چې شاوخوا لس کاله مخکې جوړه شوې وایي، د خوراکي او نفتي توکو په برخه کې یې شپږ سوه اووه لس ستندردونه تدوین کړي؛ خو په وینا یې د پلټنې برخه یې اوس هم نده فعاله شوې.

د ستندرد ملي ادارې سرپرست احسان صدیقي وایي، چې مونږ د څرنګوالي د ټاکلو لپاره د توکو او قالینو لابراتوار بازار ته وړاندې کوو، چې له تثبیت وروسته د افغانستان پر نوم توکي او قالینې نړیوالو بازارونو ته وړاندې او لابراتوار شوي توکي وکارول شي.           

د پلازمېنې زون پراختیا ادارې سرپرست هم د کلني راپور وړاندې کولو پر مهال وویل، په صنعتي او لوژستیکي پارکونو کې په درې راتلوونکیو کلونو کې څه باندې درې سوه میلیون دالر پانګونه کیږي.

 

Trending

Exit mobile version