تازه خبرونه
دولت او نړيواله ټولنه دې علماوو ته برخه وركړي
د خوست ولايت يو شمېر ديني عالمان او جهادي مشران وايي، تر اوسه، چې له وسله والوطالبانو سره د سولې په اړه كومې هڅې شوي دا يوازې ملت ته دوكه وركړشوې.
په خوست كې د مجاهدينو شورا له خوا په جوړه شوې غونډه كې پر ديني عالمانو او جهادي مشرانو سربېره د خوست سولې كميټې مشر او د محاكمو او د استناف څارنوالۍ رييسانو گډون كړى و.
په خوست كې د مجاهدينو شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ وويل، چې تر اوسه د سولې په نوم يوازې ملت ته دوكه وركړشوې.
ده له افغان دولت او نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د سولې راتلو چانس يوازې ديني عالمانو ته وركړي او په ښكېلو خواوو يې هم غږ وكړ، چې عالمان د درېيم گړي په توگه ومني.
همدا شان په خوست كې د سولې كميتې مشر مولوي حنيف شاه هم ورته نظر لري او وايي، چې:
د سولې خبرې د رسنيو د سر ټكي گرزيدلي او بحثونو هم پرې شوي؛ خو تر اوسه په كې د پام وړ پرمختگ نه دی شوی.
ديني عالمانو او قومي مشرانو له نړيوالې ټولنې او افغان دولت په کلکه وغوښتل، چې د سولې په راوستو کې رښتنې هلې ځلې وکړي؛ ځكه د قطر دفتر په دوبۍ کې د سولې پټې خبرې او په ځينو نورو ځايونو کې د سولې په اړه د تماسونو خبرونه اوريدل كيږي.
دا په داسې حال كې ده، چې د سولې عالي شورا په دوبۍ کې له يو شمېر طالبانو سره د خبرو د دوه يمې غونډې له چمتو والی خبر وركړى دی.