سیمه ییز خبرونه

دولت باید د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ۱۳۲۵ پرېكړې عملي كولو ته جدي پام وكړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په كابل كې د افغان مېرمنو شبكه له حكومت څخه غواړي، چې له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي په اړوند د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ۱۳۲۵ پرېكړې عملي كولو ته جدي پام وكړي.

په داسې حال كې، چې په افغانستان كې له ښځو سره د تاوتريخوالي د پېښو رپوټونه زيات شوى، د افغان مېرمنو شبكه افغان دولت ته سپارښتنه كوي، چې له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي په لاره كې كوټلي ګامونه اوچت كړي.

د افغان مېرمنو د شبكې سر پرسته محبوبه سراج پر افغان دولت غږ كوي، چې له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ۱۳۲۵ پرېكړه ليك ته په كتو له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي ځانګړې تګلاره جوړه او عملي كړي.

د افغان مېرمنو شبكه په هېواد كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو زياتېدو اندېښمنه كړې او له دولت څخه غواړي، چې مېرمنو ته په عدلي قضايي، امنيتي ارګانونو او د سولې په پروسه كې د پام وړ ونډه وركړي.

له بلې خوا د ښځو چارو وزارت مرستياله مژګان مصطفوي د افغان مېرمنو شبكې نيوكې بېځايه بولي او زياتوي، چې مېرمنې په دولتي ادارو او د سولې په پروسه كې مهمه ونډه لري.

په افغانستان كې د تېرو لسو كلونو په ترڅ كې د نړيوالو د پراخو نظامي او اقتصادي مرستو په لړ كې د ښځو په ټولنيز او سياسي ژوند كې د راغليو پرمختګونو د زيانمنېدو په باب د ښځو مدافع ټولنې په داسې حال كې وخت پر وخت اندېښنې څرګندوي، چې له افغانستانه د نړيوالو ځواكونو وتل ګړندي شوي دي.

Trending

Exit mobile version