تازه خبرونه

دولت د کلیوالي او ښاري ملکیتونو د ثبت لړۍ له کابل ښار څخه پیل کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

دولتي چارواکو د څرګندونو له مخې به د کليوالي او ښاري ملکيتونو د ثبت لړۍ ټول هېواد ته پراخه شي.

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د خلکو ملکیتونو ته رسمیت ورکول به یوه مهمه ټولنیزه ستونزه حل کړي. ولسمشر وویل، دا مهال کابل کې د ځمکو ملکیت په دې دلیل چې عرفي دی، خوندیتوب نه لري او د رسمي اسنادو په صدور سره به یې خاوندان تثبیت شي.

د افغانستان د اراضي اداره وایي، دا مهال اویا سلنه ښاري ملکیتونه او د اتیا سلنه کلیوالي ځمکو ملکیتونه په افغانستان کې غیر رسمي دي چې په دولتي ادارو کې نه دي ثبت شوي.

له بلې خوا ولسمشر غني وایي، د دغو ملکیتونو ثبت او د مالکیت د رسمي اسنادو صدور د همدې پروګرام په اجراء سره پیل کېږي څو خلک وکړای شي په ډاډه زړه خپل کورونه ښه جوړ کړي.

د افغانستان د ښاري او کلیوالي ملکیتونو د ثبت پروګرام د کابل ښار د خرابات له سیمې پیل شو او د ولسمشر غني په وینا، دغه سیمه به په فرهنګي پوهنتون بدله او د افغانستان د هنر ملي موزیم به هم دغلته جوړ شي.

ولسمشر اشرف غني وویل: “د دغه پروګرام موخه دا ده چې کابل احیا شي او خلک به د نوي کابل لیدونکي وي. د دې ښار مرکز به هېڅکله د اقتصادي ګټو قرباني نه شي.”

ولسمشر غني وایي چې کابل کې به ټول د انجنيري کارونه د اسلامي او افغاني پروګرامونو پر بنسټ وي څو ټول هېوادوال په دغه ښار باندې د پلازمېنې په توګه ویاړ وکړي. ولسمشر وایي چې د کابل احیا کې به د هند د ګورګانیانو د لړۍ د بنسټ اېښودونکي ظهیرالدین بابر چې کابل یې له یوې پلازمینې څخه و او دغه راز د غازي امان‌الله خان لیدلوری په پام کې ونیول شي.

Trending

Exit mobile version