تازه خبرونه

دولت غواړي د هلمند نيمه برخه طالبانو ته وسپاري- قومي مشران

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په هلمند كې داسې ګنګوسې دي، چې دولت غواړي په يوه سياسي معامله كې د دغه ولايت نيمه برخه طالبانو ته وسپاري.

دې آوازو د هلمند ولايتي شورا، قومي مشرا ن او مدني فعالان اړ كړل، چېپه دې اړه تند غبرګون وښيي.

دوى وايي؛ که دولت غواړي، چې له طالبانو سره سياسي معامله وکړي، نو غوره داده، چې هغوی ته ځينې وزارتونه ورکړي او د دې ولايت د سلګونه ځوانانو له قربانیو او سرښندنې سره دې جفا نه کوي.

دوى اندېښمن دي، چې دولت د هلمند په شمالي سيمو کې د موسی کلا ولسوالۍ په ګډون ځينې نورې مهمې سيمې هم وسلوالو طالبانو ته پريښې دي او ښايي سنګين او کجکي ولسوالۍ هم له ورته برخليک سره مخ شي.

په هلمند کې اوپراتيفي مسوول او په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکواستازی عبدالجبارقهرمان وايي، د دې ولايت پرسرهیڅ ډول معامله نه کيږي او په یو شمېر نورو برخو کې شته کمزورۍ د وسلوالو طالبانو د پرمختګ لامل شوې دي.

د هلمند والي هم وايي، چې تراوسه پورې د دې ولايت پر سرکومه سياسي معامله نه ده شوې او نه به وشي.

هلمند د هېواد یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې طالبان په کې له تېرې یوې نیمې لسیزې وسلوال فعالیت لري او په دې وروستیو کې د دولتي ځواکونو له خوا د ځینو سیمو پریښودلو هم د دغه ولایت خلک له بېلابېلو اندېښنو سره مخ کړي دي.

خبریال: نعمت الله زهير.

Trending

Exit mobile version