تازه خبرونه

دولت پر بېلابېلو لومړنیو توکو مالیات لوړ کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بېلابېلو لومړنیو توکو پلورونکي وایي، د مالیاتو لوړیدو د خلکو اقتصادي حالت تر فشار لاندې راوستی دی.

د چرګانو ځینې پلورونکي وایي، دولت مالیات لوړ کړي، چې دې کار د چرګانو کاروبار زیانمن کړی دی.

دوی وایي، دولت خوښ دی، چې عواید یې ډېر شوي؛ خو دغه عواید د تولیداتو له زیاتوالي سره تړلي نه دي، بلکې پر خلکو لوړشوي.

د چرګانو د محصولاتو پلورونکي وایي، دولت  مالیات له پېځه او اته سلنې، اته لس او شل سلنې ته لوړ کړي، چې دې کار محصولات او واردات زیانمن کړي دي.

د چرګانو د محصولاتو پلورونکی رفیع الله وایي، پر خلکو مالیات ډېر لوړ دي او له همدې کبله اوس یوه هګۍ، چې مخکې ۵ افغانۍ پلورل کیده د مالیاتو له لوړیدو سره اوس ۸ افغانۍ پلورل کیږي.

د نوموړي په وینا؛ مونږ هغه مهال مالیات لوړولی شو، چې ۵۰ سلنه کورني تولیدات ولرو.

هغه زیاتوي، پر بېلابېلو لومړنیو توکو د مالیاتو لوړیدو بیې اغېزمنې کړي، چې تاو یې له بیوزلو خلکو وځي.

د چرګانود تولیدکوونکیو ټولنې رییس فهیم امیري وایي، د چرګانو محصولات تر ډېره له  بهره واردیږي.

هغه زیاتوي، د بیو په لوړیدو مو محصولات زیانمن شوي.

ښاغلی فهیم امیري وایي، پخوا به یې لږ مالیات ورکول؛ خو اوس یې له عوایدو مالیات ډېر دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي یووالي حکومت پر برښنایي سیستم د فساد د له منځه وړلو ژمنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version