تازه خبرونه
دولس ولايتونه د دښمن له لوړګواښ سره مخ دي
د مشرانو جرګې منشي سید فروخ شاه جناب وایی:
په كابل ښار كې د سړي تښتونو او غلاوو په اړه اندېښنې شته.
د مشرانو جرګې غړی ګل احمد عظیمي وایی پر امنيتي چارواكو نيوكې كوي.
د کورنیو چارو وزير محمد عمر داود زی وایی:
په شمال کې فاریاب د دښمن د تمرکز سیمه ده؛ فراه، هلمند، کندهار،زابل، روزګان، پکتیکا، پکتیا، غزنی ،کونړ، نورستان او خوست هغه ولايتونه دي، چې د نوموړي په وينا، د دښمن له لوړ ګواښ سره مخ دي.
د ملي امنیت مرستیال حسام الدین حسام وايي، دښمن نيت لري، چې دوه يم پړاو احتمالي ټاكنې ګډوډې كړي؛ خو امنيتي ځواكونه به هغوظ خپل دې هدف ته پرينږدي.
د كورنيو چارو وزير د كابل په اړه د سناتورانو اندزښنې په ځاى بولي او وايي، د دې حالت د بدلون لپاره به ژر لاس په كار شي.
د كورنيو چارو وزير وايي، د شنبې له ورځې به نور په كابل ښار كې د تورو ښيښو لرونكیو موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورنكړشي؛ ځكه د هغه په خبره ټول ترهګريز بريدونه له همدې ډول موټرو څخه په ؛ټه اخیستنه شوي.
په ايران كې د افغانانو د اعدامونو په اړه د بهرنيو چارو وزارت اداری مرستیال عتیق الله عاطف مل وايي، دا مسله به له ولسمشر سره شريكه شي، چې نوموړى دا ستونزه خپل ايراني سيال ته ورسوي.
د بهرنیو چارو وزارت رسمي شمېرې ښيي، چې به ايران كې شاوخوا ۵۰۰۰ افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور په ايران كې بنديان دي.