تازه خبرونه
دونالد ترمپ خپل دفاع وزیر مارک سپیرله دندې ګوښه کړ
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د دوشنبې پر ورځ (لړم ۱۹) په خپلو دوه تویتونو کې دفاع وزیر مارک سپیر لرې او د نوي چارسمبالي پېژندنه یې په ډاګه کړې ده.
ښاغلي ترمپ په خپلو پیغامونو کې لیکلي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د دفاع وزارت د څانګې مشر کریستوفر میلر یې پر ځای د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
ولسمشر ترمپ پرته له دې، چې د ښاغلي سپیر د لرې کولو ځانګړی دلیل وړاندې کړي؛ په خپل یوه تویت کې یې څرګنده کړې؛ مارک اسپیر له دندې لرې شوی او زه یې د هغه د کار له امله له هغه مننه کوم. کرس[کریستوفر میلر] به غوره دنده ترسره کړي.
د امریکا دفاع وزارت ته نوی ټاکل شوی چارسمبالی کریستوفر میلر د ولسي جرګې څخه د باور رای ته اړتیا لري. په داسې حال کې، چې د جنورۍ پر ۲۰ د امریکا نوي حکومت ته واک لیږدول کیږي. فکر نکیږي، چې د دې هېواد ولسي جرګه نوي چارسمبالي ته د باور رای ورکړي.
تر دې دمه پنتاګون په دې اړه څه ندي ویلي.
د یو شمېر سرچینو د څرګندونو له مخې؛ سپیر له ټاکنو وروسته د استعفا یا ګوښه کیدو ته چمتووالی نیولی و. په ځانګړي توګه که ترمپ په دوه یم ځل انتخابات وګټي.