تازه خبرونه
دونالد ترمپ کرونا ویروس لږ ارزښت لرونکی ښیي
(Last Updated On: لړم ۱۲, ۱۳۹۹)
په داسې حال کې، چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته یوازې یوه ورځ پاتې ده؛ د کرونا ویروس مثبتې پېښې یې مخ پر ډېریدو دي.
په امریکا کې د شنبې پر ورځ پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۸۷۰۰۰ ته پورته شو او رویترز د مړینې د ۹۰۹ پېښوله ثبت خبر ورکړ.
رویترز په ډاګه کړې؛ دونالد ترمپ د یو جمهوري غوښتونکي په توګه غواړي یو ځل بیا د خپل دیموکرات سیال جو بایدن پروړاندې د ټاکنو د بریا غوښتونکی دی او کرونا ویروس هم د لږ ارزښت لرونکی ښيي او دیموکراتان تورنوي، چې د هر بل هېواد په پرتله ۲۳۰۰۰۰ امریکایان وژلي دي.
بایدن او دیموکراتو همکارانو یې ویلي، چې ترمپ یو بېوسی مشر دی او په هېواد کې د کرونا ویروس په له منځه وړلو کې پاتې راغلی دی.
ترمپ پرلپسې داکتران هم د کرونا ویروس په اړه پر دروغو تورن کړي دي.