تازه خبرونه

دوه افغان وروڼه د آیرلینډ په سمندري اوبو کې د کب‌نیولو پرمهال ډوب شول

د راپورونو له مخې؛ ۳۰ کلن تاج‌الدین ساپی او ۲۰ کلن صلاح‌الدین ساپی د ساحلي سیمې له ډبرو څخه د کب‌نیولو پرمهال سمندر ته ولوېدل.

Published

on

آیرلینډي رسنیو راپور ورکړی، چې دوه افغان وروڼه د آیرلینډ په کلر ساحل کې د کبنیولو پرمهال ډوب شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ ۳۰ کلن تاج‌الدین ساپی او ۲۰ کلن صلاح‌الدین ساپی د ساحلي سیمې له ډبرو څخه د کب‌نیولو پرمهال سمندر ته ولوېدل.

دا پېښه ډونبګ ته نږدې په “شین حوض” نومي ځای کې رامنځته شوې، چې د خپلو ځواکمنو څپو او سمندري شرایطو له کبله خطرناک بلل شوی دی.

د ژغورنې ډلو له هڅو سره – سره د دواړو وروڼو مړي نږدې دوه ساعته وروسته له اوبو څخه راوویستل شول.

د اړوند سیمې چارواکو ویلي، چې هغه وخت د هوا او سمندر شرایطو اړوند عملیات ستونزمن کړي وه.

دا دوه وروڼه شاوخوا یوه لسیزه مخکې له افغانستان څخه آیرلینډ ته کډوال او د لیمریک ښار د ځایي خلکو له‌خوا د درناوي وړ، سخت کارکوونکي او ښه خوی لرونکي بلل شوي وه.

په آیرلینډ کې ځایی چارواکو دا پېښه ژوره خواشینونکې بللې او د شین حوض پر څېر په زیان‌منونکو ساحلي سیمو کې یې د کب‌نیولو د خطرونو په اړه خپل خبرداری تازه کړی دی.

 

Trending

Exit mobile version