تازه خبرونه
دوه بريالي كانديدان په نوي حكومت كې د حامد كرزى رول مهم بولي
له شاوخوا ۱۳ كلونو را په ديخوا حامد كرزي افغانستان رهبري كړى او د غبرگولي په لومړۍ نېټه به واك نوي ولسمشر ته پريږدي.
د داكټر اشرف غني احمدزي د ټاكنيز كمپاين غړى عباس نویان او د داكتر عبدالله عبدالله د ټاكنيز كمپاين وياند فضل الرحمن اوریا د ولسمشرۍ دوه بريالي كانديدان په خپلو حكومتونو كې د ولسمشر حامد كرزي رول مهم بولي او وايي، ښاغلى حامد كرزى ښه سياسي تجربه لري او كولى شي له راتلونكي حكومت سره په كورني او بهرني سياست كې مرسته وكړي.
د طالبانو د رژيم له پرځيدو وروسته په ۱۳۸۳، ۱۳۸۸ او ۱۳۹۳ لمريز كلونو كې درې ځلې د ولسمشرۍ ټاكنې شوې دي، خو وروستۍ ټاكنې؛ ځكه ډېرې مهمې دي، چې واك له يوه منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته ليږدول كيږي او دا د افغانستان په سياسي تاريخ كې يو نوى تحول دى.
د غبرگولي په لومړۍ نېټه به حامد كرزى واك نوي ولسمشر ته پريږدي او په دې سره به د هېواد په سياسي تاريخ كې يوه نوې پاڼه پرانيستل شي.