تازه خبرونه

دوه زره شپاړسم کال د افغانستان د ملي ثبات د ټینگښت کال- اتمر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي امنیت شورا سلاکار دوه زره شپاړسم کال د افغانستان د ملي ثبات د ټینگښت کال بولي.

محمد حنیف اتمر په کابل کې د خپل کار په دفتر کې د روسیې له سفیر الكساندر مانتيڅكي سره لیدنه کې د داعش په وړاندې د مبارزې په نړیوال ائتلاف کې د افغانستان د ګډون، د سولې د تامین لپاره د څلور اړخیزې دریمې ناستې په جزییاتو او په ۲۰۱۶کال کې د ملي ثبات لپاره د افغان حکومت په طرحو او پالیسو د روسي سفیر ته معلومات ورکړل.

د ملي امنیت سلاکار ویلي، چې د داعش د شومې پدیدې په اړه مقابلې ته نه یوازې په هېواد کې دننه تیار یو، بلکې په وړاندې یې نړیواله مبارزه هم کوو.

دا په داسي حال کي ده، چېد امریکا د استخباراتو ملي ادارې رییس جان کلپر د هغه هېواد د مشرانو جرگې یوې استماعیه ناستې ته تېره ورځ ویلي؛ د طالبانو د جنگي تحرکاتو زیاتوالی، سیمه ییز زورواکان او مالي ستونزې هغه ننگونې دي،چې په ۲۰۱۶کال کې یې افغانستان د سیاسي سقوط له خطر سره مخ کړی.

Trending

Exit mobile version