تازه خبرونه
دوه زره پېنځلسم کال د افغانانو له پاره تر ټولو خونړی کال و
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ستراتیزیکو مطالعاتو نړیوال انستیتیوت د پنجشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل، دوه زره پېنځلسم میلادي کال د افغانانو له پاره تر ټولو خونړی کال و.
د دغه څېړنیز مرکز په وینا؛ تېر کال په افغانستان کې ۱۵۰۰۰ انسانان وژل شوي، چې د تېر کال په پرتله نږدې دوه برابره دي.
دغه انستیتوت، چې مرکز یې په لندن کې دی؛ د وژل شویو ملکي کسانو کره شمېر نه ښيي.
د ستراتیزیکو مطالعاتو نړیوال انستیتیوت رییس جان کیمپن وایي، افغانستان په ۲۰۱۵ کال کې خورا بد بحران تېر کړ.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون اجرائیه رییس وایي؛ ګرانه ده، چې کومه اداره دې د هېواد د هرې سیمې د تلفاتو بشپړ شمېر وړاندې کړي.