تازه خبرونه

دوه زره پېنځلسم کال د افغانستان په معاصر تاریخ کې خونړی و- پیتر ماور

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو د سره صلیب نړیواله کمتټه هم اندېښنه لري.

د سره صلیب نړیواله کمیته وایي،چې له سیاسي جورجاړي او د سولې د رښتینیو خبرو له پیل پرته به د افغانستان کړکیچ پخپل حالپاتې وي.

د دغې کميتې لوی رییس له افغانستان څخه د څلور ورځنۍ لیدنې پر مهال نورو هېوادونو ته د افغانانو د تېښتې لاملبې ثباتي او بېوزلي بولي.

دی ټینګار کوي،چې د ناامنو لمن که څه هم پراخه شوې؛خو نړیوالو افغانستان ته پاملرنه کمه کړې ده.د سره صلیب نړیواله کمیته د جګړې له خواوو غواړي،چې د ملکي وګړیو د ژوند ساتنې او د بشردوستانه قوانینو رعایت ته پام وکړي.

د سره صلیب د نړیوالې کمیتې رییس پیتر ماور وایي، ۲۰۱۵کال د افغانستان معاصر تاریخ ته تر ټولو خونړی و، بیا هم ملکي خلک د ښځو او ماشومانو په ګډون په کېقرباني شوي. لکه،چې د خبریالۍ په ډګرکې فشارونه زیات اومرستندوی بنسټونه له ننګونو سره مخ دي.

د سره صلیب نړیواله کمیته وایي، چې په ۲۰۱۶کال کې یې افغانستان ته خپله بودجه لس سلنه زیاته کړې ده او په روان میلادي کال او ۲۰۱۷کال کې به یې فعالیتونه په افغانستان کې پراخه شي.

د سره صلیب د نړیوالې کمیتې رییس د جګړې د پای له پاره د سولې د رښتینو خبرو د پیل غوښتنه لري.

ښاغلی پیتر ماور زیاتوي؛ ټولې ستونزې، چې نن په افغانستان کې شتون لري، تر هغو نه شي حل کیدلی،چې د سولې رښتینی بهیرنه وي پیل شوي. دغه ستونزې به پای ونه مومي؛ نو یوازې سیاسي حل لار په افغانستان کې ثبات ټینکولی شي.

د سره صلیب نړیواله کمیته همدا راز زیاتوي؛په هره اندازه،چې په افغانستان کې جګړه شدت مومي، د دوی فعالیتونه به دوام ولري.

د دې کمیتې موندنې ښیي،چې په ۲۰۱۵کال کې په افغانستان کې ۳۵۰۰ملکي وګړي وژل شوي او ۷۵۰۰نور ټپیان دي او د معلولینو په شمېرکې هم له ۱۹۹۰کال څخه تر اوسه دوه برابره زیاتوالی راغلی دی.

Trending

Exit mobile version