سیمه ییز خبرونه

دولس کسان په جعلي لست له زندان څخه اېستل شوي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كندهار له زندان څخه دوولس سياسي بنديان په جعلي ليست ايستل شوي دي.

د كندهار د امنييې قوماندانۍ وياند ضيا الرحمن درانى وايي:

د ملي امنيت د څارنوالۍ د حكم له مخې يو شمېر كسان، چې په دغه زندان كې بنديان وو خوشې كېدل، خو د خوشې كېدونكو بنديانو په ليست كې لاسوهنه شوې او ځينې نور كسان په كې ورزيات شوي دي.

هغه وايي، چې په دې ډله كې ۱۲ سياسي بنديان هم خوشي شوي، چې دوه يې بېرته نيول شوي او نور تر اوسه ورك دي.

دا سرچينه همدارنګه وايي، چې اوس په دې اړه څېړنه روانه ده، چې دا لاسوهنه د چا له خوا شوې ده.

ويل كېږي، چې په دې كسانو كې د طالبانو دوه مهم كسان هم شامل دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Trending

Exit mobile version