سیمه ییز خبرونه

دوو قاچاق وړونکو ته د لسو کلونو او پنځه کلونو بند سزاوې واورول شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د نشه يي توكو دوو قاچاق وړونكو ته د كابل په يوې ابتدائيه محكمې كې د لسو كلونو او پنځو كلونو بند سزاوې واورول شوې، خو دا كسان د محكمې پرېكړه نه مني او وايي، د ايستناف غوښتنه به وكړي.

اسحاق او محمد عارف د روان كال د مرغومې په مياشت كې د كابل په هوايي ډګر كې د امنيتي ځواكونو له خوا ونيول شول.

اسحاق په خپله ګېډه كې يو كيلو او شپېته ګرامه هيرويين او محمد عارف ۴۷۵ ګرامه هيرويين ځاى كړي و، او د هند پر لور روان و.

دې دواړو كسانو ته د كابل د دوهمې امينتې حوزې د ابتدايه محكمې رئيس محمد هاشم سليمان رسولي په ترتيب سره د لسو كلونو او پنځو كلونو بند سزاوې واورولې.

خو دا كسان د محكمې پرېكړه نه مني او وايي، د ايستناف غوښتنه به وكړي.

دوی وايي، په دې قضيه كې ګرم نه دي، او د خپل يوه دوست كور كې ميلمانه و، چې د هغه له خوا بې هوښه شول او دا هيرويين د خولې له لارې وركړل شول.

Trending

Exit mobile version