تازه خبرونه
ديني عالمان دې له هېوادني پوځ څخه د ملاتړ غږ اوچت كړي- عبدالله
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ولسمشرۍ نوماند داكتر عبدالله عبدالله د خپلو ټاكنيزو منډو تړلو په لړ كې له يو شمېر دينې عالمانو سره وكتل.
ښاغلي عبدالله عبدالله له ديني عالمانو وغوښتل، چې د هېواد له پوځ څخه د ملاتړ غږ اوچت كړي.
دى وايي ديني عالمان په هېواد كې له ثبات سره ډېره مرسته كولى شي.
هغه له دينې عالمانو وغوښتل، چې له انسانيت او په ځانگړي توگه د ښځو په وړاندې له تاوتريخوالي سره مبارزه وكړي.
د ولسمشرۍ كانديد داكتر عبدالله عبدالله د ولسي جرگې د له غړي بكتاش سياوش له تحسن څخه ملاتړ وښود.
د ولسي جرگې دغه غړي؛ ځكه تحسن كړى، چې په باور يې افغان حكومت په جگړه كې د افغان پوځ د قربانيانو كورنيو ته پاملرنه، نه كوي.
ټاكل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاكنې د ۱۳۹۳لمريز كال د وري په شپاړسمه تر سره شي.